وفاقي حکومت ګلګت بلتستان ته د عبوري صوبي درجه ورکولو فيصله کړي

وزيراعظم عمران خان به نن په يوه ورځنۍ دوره باندې بحرين ته رسيږي

وفاقي حکومت ګلګت بلتستان ته د عبوري صوبي درجه ورکولو فيصله کړي او دي حوالي سره د زيارت په ورځ کيدونکي د وفاقي کابيني غونډي کښي به سفارشات وړاندي کولي شي
ګلګت بلتستان اصلاحاتو لپاره وزيراعظم عمران خان کميټي جوړه کړي وه کومي چي خپل سفارشات قتل کړيدي او دغه سفارشات به د زيارت په ورځ کيدونکي وفاقي کابيني غونډه کښي پيش کولي شي
د ګلګت بلتستان او کشمير چارو وزيراعلي امين ګنډا پور به وفاقي کابيني غونډه کښي سمري وړاندي کوي او عبوري صوبي درجه ميلاويدو سره به ګلګت بلتستان ته اضافي اختيارات هم ميلاو شي
د کابيني منظوري نه پس دغه سفارشات قامي اسمبلي او سينيټ کښي قانون سازي لپاره وړاندي کولي شي
ياده دي وي چي د متحده قامونو قرارداد مطابق ګلګت بلتستان ته د مکمل صوبي درجه نشي ورکولي کيدي او په دغه وجه اوس ګلګت بلتستان ته د عبوري صوبي درجه ورکولو فيصله شويده