وفاقي کابينې د کامياب جوان پروګرام اصولي منظوري ورکړه

وزيراعظم عمران خان په مشرۍ کښې نن د وفاقي کابيني اجلاس کيږي

وفاقي کابينې غونډه د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ کښې روانه ده چي پکښې پنځه نکاتي ايجنډا باندي غور کيږي،وفاقي کابينې د کامياب جوان پروګرام اصولي منظوري ورکړه،د اپوذيشن جماعتونو حکومت مخالف احتجاجي تحريک باندي خبرې اترې هم د ايجنډې برخه ده
د وزيراعظم عمران خان په صدارت کښې وفاقي کابينه پنځه نکاتي ايجنډا باندي غور کوي، وفاقي کابينې د کامياب جوان پروګرام اصولي منظوري ورکړه،د يوت افيئرز لپاره د وزيراعظم معاون خصوصي عثمان ډار ويډيو پيغام کښې وئيلي دي چي د وزيراعظم عمران خان د منظورې وروستو وفاقي کابيني هم د کامياب پروګرام منظوري ورکړې او د پروګرام لپاره سل اربه روپې مختص کړي شويدي
اجلاس کښې د اپوزيشن جماعتونو حکومت مخالف تحريک باندي غور کيږي،دغه رنګ د کابينې اجلاس کښې د اقتصادي رابطه کميټې د فيصلو او د بلدياتي ادارو لپاره د بورډ قيام منظوري هم ورکولي شي
دې نه علاوه به وفاقي کابينه د کراچې بينکنګ کورټ جج تعنياتې منظوري هم ورکوي