وفاقې حکومت د نوازشريف واپسې يقينې جوړولو لپاره سپريم کورټ ته درجوع کولو فيصله کړي

وفاقې حکومت د نوازشريف واپسې يقينې جوړولو لپاره سپريم کورټ ته درجوع کولو فيصله کړي

وفاقې حکومت د نوازشريف وطن ته واپسې يقينې جوړولو لپاره سپريم کورټ سره د رجوع کولو فيصله کړيده، د نوازشريف ضمانت مدت ختميدو سره به عدالت عظمې کښې درخواست دائر کولې شي،
وفاقې حکومت د پخوانې وزيراعظم نوازشريف وطن ته واپس راويستلو لپاره تياريانې شروع کړيدې، په دے حواله حکومت د سپريم کورټ سره رجوع کولو فيصله کړيده،
وفاقې کابينې اجلاس کښې د نوازشريف صحت په اړه بريفنګ کښې وئيلې شوې چې پاکستانې هائي کميشن ته د نوازشريف هيڅ قسمه ميډيکل رپورټ نه دے موصول شوې،
وزيراعظم عمران خان د قانون وزير فروغ نسيم او معاون خصوصې برائے احتساب شهزاد اکبر ته سپريم کورټ ته د تللو هدايت ورکړي او ووئيلي دي چې د نوازشريف ضمانت ختميدو ورستو دي عدالت عظمې کښې درخواست دائر کړے شي