وفاق المدارس يولسمې جولائي نه د امتحانات شروع کولو اعلان کړيدے

د وفاق المدراس العربيه پاکستان د سيوري لاندې نن ټول ملک کښې امتحانونه شروع شوي

وفاق المدارس په ملک کښې يولسمې جولائي نه د امتحانات شروع کولو اعلان کړيدے ،امتحاناتوکښې به د ټول ملک نه اووه ويشت لکه طلبه او طالباتې برخه اخلي
تفصيلاتو مطابق وفاق المدارس اعلان کړې چې ملک کښې به د روانې مياشتې يؤلسمې نيټې نه امتحانات شروع کولې شي چې پکښې اووه ويشت لکه طلبه او طالباتې برخه اخلي
د وفاق المدارس مطابق په ټول ملک کښې به يوويشت سوه امتحاني مراکز قائمولې شي چې پکښې سنده امتحاني مراکزو تعداد دوه سوه اته ويشت دے
وفاق المدارس دا هم واضحه کړې چې د طلبه او طالباتې دې د کورونا متعلق ايس او پيز خيال اوساتي او هيڅ خلاف ورزي دې نه کوي