وفاق به قبائلى اضلاع له درې اوويا اربه او بيابحالۍ لپاره يوديرش ارب روپې ورکوى

0
29
وفاق به قبائلى اضلاع له درې اوويا اربه او بيابحالۍ لپاره يوديرش ارب روپې ورکوى

د ترقۍ او منصوبه بندۍ وفاقي وزير خسرو بختيار وئيلي چې حکومت په قبائلي اضلاع، د پښتونخوا او پنجاب په جنوبي ضلعو او بلوچستان باندې خصوصي توجه لري، دې سلسله کښې د دغه يادو علاقو لپاره خصوصي بجټ هم مختص شوے د کوم سره چې به د دغه علاقو محروميانې ختمې شي
اسلام آباد کښې پريس کانفرنس دوران خسرو بختيار وئيلي چې سږکال به وفاق د قبائلي اضلاع لپاره درې اوويا اربه روپۍ ورکوي ، يو دېرش ارب روپۍ نورې صرف د قبائلي اضلاع د بيا بحالۍ لپاره مختص شوي کومې چې د درې اوويا اربه روپو نه علاوه دي، وفاقي وزير وائي چې د پښتونخوا او پنجاب جنوبي ضلعو او د سند کلي والو علاقو وفاقي حکومت د اته څلويښت اربه روپو منصوبي راوړلو اراده لري،راتلونکي کال دوران وفاق په بلوچستان کښې هم د شپږ اوويا اربه روپو ترقياتي منصوبو پلان تيار کړيدے