وفاق وورسته د ملک ټولو کښې غټي صوبے پنجاب کښې هم د کابينے تبديلي امکان دے

0
8

وفاق وورسته د ملک ټولو کښې غټي صوبے پنجاب کښې هم د کابينے تبديلي امکان دے او د پنجاب بعضي صوبائي وزرا رخصت سره وزراتونو قملدان بدلولو فهرست جوړ کړلے شوے ،سرچينو ترمخه وفاق پشان پنجاب کښي به هم وزيراعظم مهمي فيصلے راتلونکي څو ورځو کښې کوي
سرچينو دعوي کړے چي پنجاب کښي د بيوروکريسي اهم څوکو نه د تبديلي شروعات کړلي شوي او په رومبي پړاو کښي چيف سيکرټري پنجاب سره سيکرټري داخله کمشنرز ډپټي کمشنرز او اسسټنټ کمشنرز تبديلي امکان دے
سرچينو ترمخه مختلف ادارو سره وزيراعلي پنجاب عثمان بزدار د پنجاب صوبائي وزرا کارکردګي رپورټ وزيراعظم ته ليګلے او راتلونکي ورځو کښي د اهم وزرا تبديلي امکان دے
سرچينو ترمخه وزيراعلي پنجاب بعضې وزرا کارکردګي نه مطمئين ندے دينه علاوه بيوروکرسي ټيم کښې هم بدلون غواړي ، سرچينو ترمخه صوبائي وزير صحت ډاکټر ياسمين راشد ، وزير سياحت راجه ياسر همايون ، وزير تعليم ډاکټر مراد راس وزراتونو تبديلي امکان دے او د دوئ کارکردګي رپورټ وزيراعظم ته ليګلے شوے
د پنجاب چيف سيکرټري څوکي لپاره شهباز شريف ټيم سيکرټري داخله ميجر ر اعظم سليمان مضبوط اميدوار دے دينه علاوه د وزيراعلي پرنسپل سيکرټري لپاره زاهد اختر زمان او شهريار سلطان نومونه زيرغور دي
بلښواه د پنجاب کابينه مهمه غونډه وزيراعلي پنجاب په مشري کښي وشوه چي پکښي لوکل باډيز ايکټ کال دوا زره نورلس منظوري ورکړلي شوه