ووټونو کښې شوې ټګۍ د ملک تاريخ کښې بد ترين مثال قائم کړے: مولانا ګل نصيب خان

0
57
ووټونو کښې شوې ټګۍ د ملک تاريخ کښې بد ترين مثال قائم کړے: مولانا ګل نصيب خان

د ايم ايم اے خيبر پښتونخوا صوبائي امير مولانا ګل نصيب خان وئيلي دي چې د کال دوه زره اتلس عام انتخاباتو کښې شوي ټګۍ د ملک په تاريخ کښېې بد ترين مثال قائم کړيدې، د کومې لپاره چې د انتهائي مهارت نه کار اخيستې شويدے

کوز دير چکدره کښې د ضلع ملاکنډ پارټۍ مشرانو او کارکنانو ته د وينا په وخت د ګل نصيب خان ويناوه چې د انتخاباتو نه وړاندې نواز شريف جيل ليګلو،په مختلف حلقو کښې د پي ټي آئي د اميدوارانو په يوشان ووټونو ګټه،پولنګ ايجنټان د انتخابي عمل نه بهر ساتل او فارم پنځه څلويښتم ورکولو سره نورې ډير حربې د انتخابي ټګۍ وجې دى
مولانا ګل نصيب خان زياته کړه چې دوئي به د جمهوريت او رياستي نظام متاثرکونکي اقدام نه ډډه کوى خو په اسمبلو کښې دننه به حکومت چرې هم غير شرعي قانون سازۍ ته نه پريږدي