ويسټ انډيزد خوندورې مقابلې وروستو هندوستان ته ماتې ورکړي

blank
د امريکې فلوريډا ښار کښې  د  دوؤ  ميچونو سيريز  په وړومبى ميچ کښې ويسټ انډيز  د خوندورې مقابلې وروستو هندوستان ته په يو رن ماتې ورکړيده او سيريز کښې ورته يو صفر سره برے ترلاسه شويده 
د امريکې فلوريډا ښار کښې  لوبيدلى ميچ کښې هند د ټاس ګټلو وروستو ويسټ انډيز ته وړومبې د بيټنګ کولو بلنه ورکړه او ويسټ انډيز ټيم  په مقرره شل اوورونو  کښې د شپږ وکټو په زيان دوه سوه پينځه څلويښت رنزونه جوړ کړل ،چې ترمخه ئې په ټى ټونټى انټرنيشل ميچونو کښې درئم لوئى سکور ريکارډ هم په خپل نوم کړو 
ويسټ انډيز طرف نه ايون ليويس سل  ، چارلس يو کم اويا  او کيرون پولارډ دوه ويشت رنزونه جوړ کړى وو
د هدف په جواب کښې هند کرکټ ټيم د څلور وکټو په زيان دوه سوه څلور څلويښت رنزونه جوړ کړل او  ميچ ئې په يو رن بيلو ، چې ترمخه ئې ويسټ انډيز ته د دوؤ ميچونو سيريز کښې يو صفر سره برے ترلاسه شويده
د ميچ په آخيره کښې د ويسټ انډيز ايون ليويس د ميچ غوره لوبغاړې اوګرځولے شو 
د ويسټ انډيز او هند ترمينځه به دوئم ټى ټونټى ميچ به نن شروع کيږى ، ميچ به د پاکستان وخت مطابق اووه بجے شروع کيږى