ويسټ انډيز ټاس کټلو نه پس د سري لنکاخلاف فيلډنګ کولو فيصله کړي

ويسټ انډيز ټاس کټلو نه پس د سري لنکاخلاف فيلډنګ کولو فيصله کړي

کرکت ورلډ کپ دوزره نورلسم راونډ ميچونو سلسله روانه د دغه سلسلے کښې لګه شيبه وړاندے ويسټ انډيز ټاس کټلو نه پس د فيلډنګ کولو فيصله کړيده ۔ ميچ په چسټرلي ګراونډ ويلز کښې په خپل مقرره وخت شروع کړے شويدے
کرکټ ورلډ کپ دوزره نورلسم کښې داولني راونډ ميچونه آخرنئې او دلچسپ مرحلے ته داخل شويدي ۔اولنئې مرحله کښې به په مجموعي توګه اته څلويښت ميچونه کيږي ،چې پکې تر دے مهاله اته ديرش ميچونه لوبلولي شويدي ۔ نن په يوکم څلويښتم ميچ کښې تقريبا د سيمي فائنل زغل نه باهر شوي ټيمونه سري لنکا او ويسټ انډيز په چيسټرلي سټريټ ګراونډ ويلز کښې يو بل ته مخامخ دي۔ دے مهال د ويست اينډيز په ضد د سري لنکا بيټنګ روان دے ۔ ويسټ انډيز تر دے مهاله اووه ميچونو کښې صرف يو ميچ ګتلے ، پنځه ئې بيللي او يو د باران د وجې متاثره شويدے ،دغه شان سري لنکا اووه ميچونو کښي دوا کټلي ،دري بيللي او دوا ميچونه د باران د وجي متاثره شويدي