ويکسين لګونکو ته د مئى اوولسمې نيټې نه سعودى ته سفر کولو اجازت

سعودى حکومت د کورونا ويکسين  لګونکى سعودى وګړو ته د مئى اوولسمې نيټې نه د سفر کولو اجازت ور کړېدې، داخله وزارت ترمخه د اوولمسي مئي شپې يوې بجے نه پس به سعودي وګړي بهر ملکونو ته سفر کولې شي، بري، بحري او فضائي سرحدونه به هم کهلاؤ کړې شي

د سعودي عرب داخله وزارت مطابق د اوولسمې مئي شپې يوې بجے نه پس به سعودي وګړي بهر ملکونو ته سفر کولې شي، او د کورونا ويکسين لګونکي سعودي وګړو ته به اوولسمې مئي نه پس سفر کولو اجازت وي

داخله وزارت اوئيل چې اوولسمي مئي شپې يوې بجے نه روستو به بري، بحري او فضائي سرحدونه کهلاؤ کړې شي

واضحه دې وي چې د کورونا کيسونو کښې اضافے لکبله سعودي حکومت ائيرپورټس،بندرګاه او سرحدي چوکې نه په تګ راتګ مکمل بنديز لګولې وو