ينګ ډاکټر او پرونشل ډاکټرايسوسي ايشن د نومونو لسټ محکمه صحت ته ليږلې دې

د خيبر پښتونخوا ينګ ډاکټرايسوسي ايشن او پرونشل ډاکټر ايسوسي ايشن افغانستان کې د هولناکې زلزلې لوجې زخميانو ضرورت په وجه په رضا کارانه توګه خپل خدمات محکمه صحت ته وړاندي کړيدي او وئيلي دي چې دوي د ګاونډي هيواد ضرورت مندو لپاره هر وخت تيار دي،
افغانستان کې د هولناکي زلزلې نه پس نورو ادارو په شان د خيبر پښتونخوا ينګ ډاکټر او پرونشل ډاکټرايسوسي ايشن هم خپل رضاکارانه ټيمونه تشکيل کړيدي، ينګ ډاکټر او پرونشل ډاکټرايسوسي ايشن د نومونو لسټ محکمه صحت ته ليږلې دې، په دغه لسټ کې د ايمرجنسي ماهران، ارتهوپيډک، جنرل سرجن،جنرل ميډيکل افيسر، سائيکاټريک،چلډرن سپيشلسټ او ډينټل سرجنان شامل دي، په دې اړه د دواړو تنظيمونو ډاکټرانو وئيلي دي چې د ضرورت دغه وخت کې افغانيانو ته اوږه ورکول زمونږه فرض دې،چې څو ورځي هم وي مونږه د بغير معاوضې خپل خدمات ورکولو ته تيار يو،