يورپى يونين سفير په مشرې کښې خصوصى وفد د شمالى وزيرستان دوره

د يورپي يونين سفیر په مشرۍ کې خصوصي وفد د شمالي وزیرستان دوره کړې او هلته يې د روانو ترقیاتي چارو او تجارتي هلو ځلو جاج اخیستی

میران شاه کې د ډپټی کمشنر په دفتر کې د يورپي هېوادونو وفد ته په شمالي وزیرستان کې روان ترقیاتي منصوبو، امن او امان، افغانستان سره تجارت او نورو چارو په اړه تفصیلی بریفنګ ورکړې شو. په دې موقع وزیر ریلیف، ډپټی کمشنر، ډی پی او او قامی مشران هم موجود وو. ډپټی کمشنر شاهد علي خان د يورپي يونين وفد د شمالي وزیرستان مجموعی سیکیورټی صورتحال او پرمختګ کارونو څخه خبر کړو. روستو دغه وفد غلام خان بارډر ته لاړو چرته چې د ضلعي انتظامیه او پوځي چارواکو هغوي ته په پاک افغان پوله روان دوه اړخيزه تجارت، بارډر فینسنګ او نورو چارو په اړه بريفنګ ورکړو. د يورپي يونين سفیر د شمالي وزیرستان امن او امان صورتحال او دلته روانو ترقیاتي منصوبو باندې تسلي ښکاره کړه او باور يې ورکړو چې يورپي هېوادونو به د وزیرستان ترقۍ د پاره خپل تعاون جاری ساتي