يورپين يونين افغانستان لپاره سويلين امداد کښې د لس کروړه يورو اضافې اعلان کړې

يورپين يونين افغانستان لپاره سويلين امداد کښې د لس کروړه يورو د اضافے اعلان کړېدے،د يورپي يونين مشرې ارسولا وان ډیر لیین وئيلي دي چې افغانستان کښې د قحط او انساني بحران د خطرو نه بچ کيدو لپاره مونږ له هر څه کول پکار دي دې سخت وخت کښې به افغانان چرې هم يواځې پرينږدو

برسلز کښې د يورپي يونين غونډې ته خپل سالانه خطاب کښې ارسولا وان ډيرليين وئيلي دي چې د دې تنظيم ټول ملکونه افغان اولس سره اوګه په اوګه ولاړ دي او افغانستان لپاره به سويلين امداد زياتولي شي د هغې وينا وه چې افغانستان د قحط او انساني بحران د خطرو نه بچ کولو لپاره مونږ له خپل کردار ادا کول پکار دي او د افغانستان لپاره سويلين امداد به لس کروډ يورو نور هم سيوا کولې شي ارسولا وان ډيرليين زياته کړه چې يورپي يونين به راتلونکي هفتو کښې نوي افغان سپورټ پيکج تياره وي