يورپي ملکونو ته د پي آئي اے پروازونه د يکم جولائي نه د شپږو مياشتو لپاره منسوخ شوي

يورپي ملکونو ته د پي آئي اے پروازونه د يکم جولائي نه د شپږو مياشتو لپاره منسوخ شوي

يورپي ملکونو ته د پي آئي اے پروازونه د يکم جولائي نه د شپږو مياشتو لپاره اوځنډولے شول، دا فيصله يورپين ائير سيفټې ايجنسي کړي، ترجمان پي آئي اے وائي چې د يورپي ائير سيفټي ايجنسۍ سره د فلائټس بحالولو په معامله خبره کوو
ترجمان پاکستان انټر نيشنل ائير لائنز عبدالله خان هم يورپي ملکونو ته د پي آئي اے په پروازونو د بنديز تصديق کړے او وئيلي ئي دي چې د قامي ائير لائينز يورپ ته پروازونه په عارضي توګه منسوخ کړے شوي خودائي هم وئيلي چې پي آئي اے د يورپين ائير سيفټي انديښنے لري کولو کوشش شورو کړے، او زر به د فلائټس معطلي معامله کړو
ترجمان پي آئي اے داهم وئيلي چې کومو مسافرو د يورپي ملکونو لپاره ټکټونه بک کړي ، هغوي کولے شي چې بيرتا خپلي پيسے واخلي يا د خپل ټکټ موده مخکښې اوغزوي
واضحه دي وي چې يورپين ائير سيفټي ايجنسي د يکم جولائي نه د شپږو مياشتو لپاره يورپي ملکونو ته د پي آئي اے په پروازونو بنديز لګولے
په دے حواله يورپين يونين ايوي ايشن سيفټې ايجنسي په خپل پريس ريليز کښې وئيلي چې دفلائټس معطل کولو فيصله د ځيني نورو وجوهاتو تر څنګ د پاکستان د وزير هوابازي غلام سرور خان په څليريشتم جون پارليمان کښې هغه تقرير دے کوم کښې چې هغه وئيلي وو چې په اتۀ سوه شپيتۀ پائلټانو کښې د دوه سوه شپيتۀ پائلټانو ډګرياني جعلي دي

blank