يوسل يوشت کنټريکټ ليکچرانو کنټريکټ کښي دے توسيع اوکړے شي

0
16

تکنيکي تعليمي ادارو کنټريکټ ليکچرانو خيبرپختونخوا حکومت نه مطالبه کړے چي کال دوه زره اتلس او نورلس کښي بهرتي شوي يوسل يوشت کنټريکټ ليکچرانو کنټريکټ کښي دے توسيع اوکړے شي ګني کنټريکټ ليکچرانو فارغ کيدو سره به د طالبعلمانو تعليمي کال ضائع شي
تفصيلاتو ترمخه تکنيکي تعليمي ادارو کنټريکټ ليکچرانو خيبرپختونخوا وزيراعلي ته خط استولے ،خط کښي ئي مطالبه کړے چي کال دوه زره اتلس او نورلس کښي بهرتي شوي يوسل يوشت ليکچرانو کنټريکټ کښي دے توسيع اوکړے شي
خط زياتوي چي ليکچراران اته مياشتے په کنټريکټ باندے بهرتي شوي وو او کنټريکټ ختميدو له وجي به ټيکنيکل تعيلمي ادارو کښي به ليکچررانو کموالے مخې ته راشي او دوباره نوي بهرتيو له وجي به زده کونکو تعليمي کال ضائع شي
خط زياتوي چي کنټريکټ ليکچررانو فارغيدو له وجي به بے روزګاري کښي زياتوالي راشي
خط کښي وزيراعلي ته ليکلے شويدي چي دا قسمه حکومتي ګام پورته کولو سره به برسرروزګار خلق به بے روزګاره شي