يوويشت ورځو راهیسي پیښور یونیورسټی په بنديز ګورنر خیبرپښتونخوا نوټس اخستې،ګورنر صبا له وائس چانسلر، د پيوټا صدر او سيکرټري هائير ايجوکيشن خپل دفتر ته طلب کړي
د پېښور یونیورسټی د استادانو او کارکوونکو احتجاج په څلورمه هفته کې داخل شويدي،
یونیورسټی په بنديز د خيبرپښتونخوا ګورنر حاجي غلام علي له خوا نوټس اخستو نه پس صبا له وائس چانسلر، د پيوټا صدر او سيکرټري هائير ايجوکيشن خپل دفتر ته طلب کړي دي،په دې اړه به سبا په ګورنر هاوس کې يوه غونډه کېږي،
یاده دې وي له يوويشت ورځو راهیسې د یونیورسټی په بېلابېلو ځایونو کې د استادانو،او د کارکوونکو له خوا هره ورځ احتجاجي کمپونه لګولي کېږي.
مظاهره کوونکو د پېښور یونیورسټی وائس چانسلر محمد ادریس د خپلې عهدې څخه لرې کولو غوښتنه کړې ده