يوټيلټي سټورز کارپوريشن د غواړو په قيمت کښې کمې اعلاميه جاري کړې

يوټيلټي سټورز کارپوريشن د غواړو په قيمت کښې کمې اعلاميه جاري کړې

تيرو څو هفتو دوران امروزه استعمال څيزونو نرخ کښې مسلسل اضافې نه پس ،خوشخبري ،يوټيلټي سټورز کارپوريشن د غواړو په قيمت کښې في کلو شپږيشت او د کوکنګ آئل په قيمت کښې يوويشت روپې فې ليټر کمې اعلاميه جاري کړې
نوي مالي کال بجټ کښې سيلز ټيکس نفاذ نه پس امروزه استعمال څيزونو قيمت کښې سيوا والې راغلې،تيره ورځ اسټيټ بينک جاري کړې شوې رپورټ مطابق اجناس پيدا کونکي شعبو کمزورې کارکردګې د خدمات شعبو کارکردګي محدوده کړې،بلند قيمتونو د فصلونو په پيداوار هم بد اثرات غورځولي،
يوټيليټي سټورز کارپوريشن دغه رپورټ تناظر کښې امروزه استعمال څيزونو قيمت کښې کم والي فيصله کړے او په دے لړ کښې په باقاعده توګه نوټيفکشن هم جاري کړې ،
نوټيفکشن مطابق د غوړو په نرخ کښې في کلو شپږيشت او کوکنګ آئل قيمت کښې في ليټر يوويشت روپې کمي اعلان کړيدې