يوې هفتې دوران دوه ديرشت ضروري څيزونه ګران شويدي

ملک کښې د ګرانۍ مجموعي شرح اتۀ ديرش اعشاريه څلور دوه فيصده ته رسيدلي

ملک کښې د ګرانې راج برقرار،اداره شماريات خپل هفته وار رپورټ جاري کړې، وائي چې د يوې هفتې دوران د پيټرولو اوايل پي جي پشمول دوه ديرشت ضروري څيزونه ګران شويدي

وفاقي اداره شماريا ت لخوا جاري هفته وار رپورټ کښې وئيل شوي چې په ملک کښې ديوې هفتې په لنډه موده کښې غوړي،دال،وريجې ،چيني ،پيټرول او ايل پي جي پشمول دوه دريشت خوارکي او ضروري څيزونه ګران شوي دي ولې د اتلس نورو څيزونو په قيمتونوکښې استحکام ليدل شوې د هفته وار رپورټ ترمخه په يوه هفته کښې د مهنګائي په شرح دوه اعشاريه دوه اتيا فيصده اضافه شويده چې دکوم نه پس په ملک کښې د مهنګائي مجموعي شرح څلور ديرشت اعشاريه يو کم پنځوستو ته رسيدلې ده۔ رپورټ کښې وئيل شوي چې کور استعمال ګيس ايل پي جي په يوسلنډر په قيمت کښې پنځه سوه او اته روپې،ډيزل او پيټرول پنځه ديرشت روپې او د اوږې په يو کلو کښې شپږ شپيته روپې اضافه شويده۔