يو اين سيکريټري جنرل انتينو ګوټريس اسلام آباد کښې د مهاجرينو سره ملاقات کړے

يو اين سيکريټري جنرل انتينو ګوټريس اسلام آباد کښې د مهاجرينو سره ملاقات کړے

يو اين سيکريټري جنرل انتينو ګوټريس اسلام آباد کښې د مهاجرينو سره ملاقات کړے، چي پکښې د افغانستان، يمن او تاجکستان کډوال شامل وو، په دي موقع ګوټريس اووئيل چي پاکستان د ترکي نه پس دويم ملک دے کوم دزياتو مهاجرينو ميزبانې کوې
د اقوام متحده جنرل سيکريټري جنرل انتينو ګوټريس پاکستاني کښې ميشته د افغانستان، تاجکستان او يمن کډوالو سره ملاقات کړيدے،
په دي موقع ګوټريس اووئيل چي ترکي نه پس پاکستان په لوئي شميره کښې مهاجرين ته نه صرف پناه ورکړيده بلکه د هغوي د تعليم ، هنر او کاروبار خيال ئي هم ساتلے دے ،
يو اين سيکريټري جنرل مطابق افغان جنګ کښې پنځه څلويښت لاکه مهاجرين پاکستان ته راغلے وو کوم کښې چي اوس هم اوويشت لاکه دلته ميشته دي،
ګوټريس وينا وه چي د اوګدي مودي راهسي مهاجرين ته پناه ورکولو او امن بحالۍ کښې د پاکستان کردار دنيا ته ښکاره دے او د ستائني وړ دے
د متحده قامونو جنرل سيکرټرې نن سحر په څلور ورځنې دوره پاکستان ته راغلې دے،ګوټريس به خپلې دورے پر مهال صدر مملکت ډاکټر عارف علوې،وزيراعظم عمران خان،خارجه وزير شاه محمود قريشې او نورو چارواکو سره ملاقاتونه کوې،د اقوام متحده جنرل سيکرټرې به ناروال کښې د کرتاپور ګوردوارے او لاهور دوره هم کوې