يو بم حملي سره امن مذاکرات څنګه ختم کړې شو، لورل ملر

يو بم حملي سره امن مذاکرات څنګه ختم کړې شو، لورل ملر

د افغانستان لپاره امريکي پخواني استاذي لورل ملر وئيلي دي حيران يم چي د کابل يو بمي حملي سره امن مذاکرات څنګه ختم کړې شو بلخوا ډيموکريت رکن کانګرس ټوم ميلنوسکي د ټرمپ د اعلان ستائنه کړيده او وئيلي دي چي اميد دے صدر ټرمپ به پخپله فيصله قائم ودريږي
افغان امن مذاکرات ختمولو اعلان ورستو متضاد بيانونه راتل شروع شويدي،
افغانستان لپاره د امريکي پخواني استاذي لورل ملر خپل يو بيان کښې وئيلي دي چي څنګه يو بم حمله د مذاکراتو منسوخۍ وجه جوړه شوه ، دي نه وړاندي هم افغانستان کښې بمي چاودني شوي وي، ملر وائي چي د مذاکرات منسوخي وجه کيدي شي چي خفيه ملاقات وي،
بلخوا د ډيموکريټ پارټۍ رهنما او کانګرس رکن ټوم ميلنوسکي د افغان امن مذاکراتو ختمولو اعلان ستائنه کړې او وئيلي دي ټولو ته پته ده چي طالبان ترهه ګر دي چي ورسره مذاکرات نه دي کول پکار،
ټوم ميلنوسکي وائي خوشحاله يم چي صدر ټرمپ دغه معامله ختم کړه او اميد دے چي هغه به په خپل بيان قائم پاتې شي