يو واري بيا ئې په صوبائي حکومت د ترهه ګرو د سهولت کارۍ تور لګولے

لکي مروت کښي په پوليس وين حمله ،د اے اين پي صوبائي صدر ايمل ولي خان پرې سخت ردعمل راغلے ، يو واري بيا ئې په صوبائي حکومت د ترهه ګرو د سهولت کارۍ تور لګولے ،وائي چي پختونخوا په عملي توګه د ترهه ګرو په ولقه کښي ورکړے شوي او پوليس سافټ ټارګټ دے

ايمل ولي خان لکي مروت پوليس ګاډي حمله کښي د شپږ پوليس اهلکارو په شهادت د متاثره کورنيو سره غمرازي کړي او دا ئي يوه افسوسناکه پيښه ګرځولي ، هغه وائي چي د پختونخوا پوليس د قرباني په توګه استعماليږي ،صوبه عملي توګه د ترهه ګرو د اثر لاندي راغلي او صوبائي حکومت د سهولت کار کردار ادا کوي ايمل ولي خان سوال پورته کړے چي وزيرستان ،باجوړ ،سوات او لکي مروت کښي صرف پوليس ولي ټارګټ کولے شي ؟يو خوا د ترهه ګرو سهولت کارجماعت جرګي کوي بلخوا خلک قتل کولے شي ، هغه د صوبائي حکومت نه غوښتنه کړي چي د مذاکراتو په نوم د ډرامي تفصيل دي اولس وړاندي کړي ايمل ولي زياته کړي په زرګونو خلک د امن لپاره رواتي ، وزيرستان کښي د تورو شيشو په ګاډو کښي خلک ګرځي ، د بهتي پرچياني ميلاويږي ۔سوات د ډرامي نه پس وزيرستان کښي ډرانه شروع شوي ، هره ورځ د ترهه ګرۍ پيښي رامخي ته کيږي ولي صوبائي حکومت انکاري دے او د صوبي حکمرانان د ګهړي غل د اقتدار په جنګ کښي مصروفه دي