يو کال دوران دويشت زره شپږ سوه شپږ پنځوس کورنې خپلو خپلو سيمو ته واپس ليږلې شوى دى

0
62

د شمالى وزيرستان متاثرينو واپسۍ سلسله روانه ده او يو کال دوران دويشت زره شپږ سوه شپږ پنځوس کورنې خپلو خپلو سيمو ته واپس ليږلې شوى دى

دا خبره د فاټاډيزاسټرمنيجمنټ اتهارټۍ چارواکو له طرفه جارى شوى يو بيان کښې شوېده
بيان کښې وئيلى شوى چې د ترهه ګرو خلاف روان ضرب عضب آپريشن له وجے بے کوره شوى د شمالى وزيرستان وګړو خپلو خپلو سيمو ته د واپسې عمل روان دے
بيان ترمخه تير يو کال دوران د شمالى وزيرستان مختلفو سيمو ته دويشت زره شپږ سوه شپږ پنځوس خاندانونه واپس تلى دى او دې دوران د شمالى وزيرستان څلورديرش زره څلور سوه اتلس ماشومانو ته پوليو نه د بچ کيدو ويکسين هم ورکړې شوېدے
بيان کښې دا هم وئيلى شوى دى چې نادرا د شمالى وزيرستان يو لاکهـ څلور زره کورنو تصديق کړېدے
بيانيه زياتوى چې خپلو سيمو ته واپس شوې خاندانونو له د ملګرو ملتونو ورلډفوډ پروګرام ادارې د لارې  شپږمياشتو راشن او حکومت له اړخه مفت ټرانسپورټ سهولت ورکړې شوېدے