ټانک کښي د سيکورټې فورسز ډزو لکبله ژوبل شوې ځوان عامر محسود کور ته قبائلې روايات مطابق نناواتے کړې او د محسود قام جرګي دلارې فيصله کړي او معامله ئې ختم کړي
اطلاعاتو ترمخه دوه ورځې وړاندې ټانک کښي د پوځ په ډزو کښي ژوبل شوې ځوان عامر محسود کور ته کرنل محمد عمر نناواتے کړې او د سيکورټې ادارې لخوا شوې پيښي باندې معذرت او د افسوس اظهار کړي د پوځ لخوا شوې نناواتے ورستو د ژوبل شوې ځوان عامر پلار محمد نواز محسود خپل محسود قام مشرانو ته جرګې دلارې پيښي هوارلو اختيار ورکړې چې په کوم باندې محسود قام مشرانو پوځ باندې شوې پيښي په بابت پنځلس لاکه جرم ايښودې او د پوځ او د پيښي څخه متاثرې قبيلې ترمئينځه فيصله کړې د فيصلې دوران د مټاثرې کورانې مشر محمد نواز خان د محسود قام لپاره نهه لاکه روپې جرم معاف کړې او اوئيل چې بايد سيکورټې ادارې دې دې قسمه کارروائانو مخنيوې يقينې کړې ولې دې قسمه کارروائيانو څخه د سيمې ځيان او د بدامنې سبب ګرځيديشي واضحه دې وې چې دوه ورځې وړاندې په ټانک کښي د پوځ لخوا په ډزو کښي د جنوبې وزيرستان سره تعلق لرونکې ځوان عامر محسود ژوبل شوې ووه