ټاپ پوزيشن ترلاسه کونکو د نمبرو کره کتنې لپاره به کميټى جوړولې شى ، شهرام ترکۍ

دتعلیم صوبائي وزير شاه رام ترکئ وئيلي دي چې دټولې صوبې په کچ د مختلف تعليمي بورډز له سوری اخستې شوی امتحان کښ ټاپ پوزیشن تر لاسه کونکو د نمبرو کره کتنی له پاره به کمیټې جوړولي شي دغه کمیټې به صوبائي حکومت ته مکمل رپورټ وړاندې کوی مردان بورډ کښ د زده کونکو لپاره د سټوډنټس فیسیلیټیشن سنټر پرانستې نه پس ميډيا سره خبرو په وخت شاه رام ترکئ اووئيل چی د ځني علاقو نه شکایات تر لاسه شوې دی چې د پرچو دچیکنګ په وخت ځني ټافرانو ته د خپل حق نه سېوا نمبري ورکړي شوی دی هم دغه وجه ده چی ددې له پاره به کمیټې جوړولي شي دغه کمیټې به هم په دی اړه مکمل رپورټ صوبائي حکومت ته پیش کوی دهغه وینا وه چی کومو کسانو په مالاکنډ او مردان کښ د امتحان په وخت دهوکه کړی هغه ملزمان جیل ته لیګلی شوې دی شاه رام ترکئ اووئيل چې ایټا ټیسټ به په راروان وخت کښ د پختونخوا د مختلف بورډونو په نګرانی کښ اخستي کیګی په دی موقع صوبائي وزير عاطف خان اووئيل چی په امتحاناتو کښ د شفافيت نه کار اخيستل پکار دی ولی چې د زده کونکو یو یو نمبر قیمتی دی