ټرانسفر ډاکټرانو ډيوټي جوائن کولو پورے به تنخواه ايساره وي، محکمه صحت

ټرانسفر ډاکټرانو ډيوټي جوائن کولو پورے به تنخواه ايساره وي، محکمه صحت

د خيبر پختونخوا محکمه صحت وئيلي دي چي د ټولو اسپتالونو ډائريکټرانو،ډي ايچ ايوز ، او ايم ايس تر څو پورے د ډاکټرانو متعلقه هسپتالونو کښ تعيناتي يقيني نه وي جوړوه کړي تر هغے پورے به د ډاکټرانو تنخوا ګانے ايسارے وي
د محکمه صحت خيبر پختونخوا ترجمان لخوا جاري شوي بيان کښ وئيلي شوي چي د ډوميسائل په بنياد د ټرانسفر کړے شوو ډاکټرانو تنخوا ګانے به تر هغه وخته پورے ايسارے وي تر څو پورے چي هغوي خپلے ډيوټيانے نه وي جوائن کړي
بيان کښ زياته شوے چي د تبادلو نه پس په ټاکلي وخت کښ ډيوټي نه کونکو ډاکټرانو خلاف به د قانون مطابق کاروئي کولے شي او حکومت مريضانو ته د غوره آسانو ورکولو دپاره د ډاکټرانو تبادلے کړيدي
بيان کښ وئيلي شوي چي د تبادلو له وجے په خالي آساميانو به د نورو ډاکټرانو بهرتيانے هم ډير زر اوکړے شي
محکمه صحت ترجمان لخوا جاري شوي بيان کښ وئيلي شوي چي حکومت به دصحت معياري سهولت ورکولو باندے هيڅ قسمه سمجهوته اونکړي اوټول ډاکټران بلا امتياز متعلقه ضلعو ته ټرانسفر کړے شويدي