ټرمپ انتظاميے زلمي خليل زاد د افغانستان لپاره خصوصي استازے مقرر کولو فيصله کړے ده

0
93

ټرمپ انتظاميے نوموړے سفارتکار زلمي خليل زاد د افغانستان لپاره خصوصي استازے مقرر کولو فيصله کړے ده،ميډيا رپورټس مطابق د زلمي خليل زاد په مشرئي کښي به امريکه طالبانو سره مذاکرات کوي
خبري ادارو مطابق ټرمپ انتظاميے زلمي خليل زاد د افغانستان لپاره خصوصي نمائنده مقرر کولو فيصله کړے ده او راتلونکي هفته کښي د هغه د ټاکني باضابطه اعلان امکان دے،خبري ادارو دعوا کړے ده چي ټرمپ انتظاميے د زلمي خليل زاد د ټاکني فيصله طالبانو سره مذاکرات نتيجه خيز جوړولو لپاره کړے ده او امريکه به طالبانو سره د هغه په مشرئي کښي مذاکرات کوي
زلمي خليل زاد د افغانستان په مزار شريف کښي زيږيدلے دے،افغان نژاد سفارتکار زلمي خليل زاد شمار د امريکے په تجربه کار سفارتکارو کښي کيږي،افغانستان کښي څو کاله خدمات ترسره کولو سره خليل زاد عراق او اقوام متحده کښي د امريکے سفير په هيڅ خدمات ترسره کړے دي