ټول ملک کښي د جميعت علما اسلام لخوا پلان بي تحت احتجاجونه او دهرنے جاري دي

ټول ملک کښي د جميعت علما اسلام لخوا پلان بي تحت احتجاجونه او دهرنے جاري دي

ټول ملک کښي د جميعت علما اسلام لخوا پلان بي تحت احتجاجونه او دهرنے جاري دي، د جے يو آئي کارکنانو ځائے په ځائے اهم شاهراګاني بند کړيدي، د باران او سختي يخنۍ باجود هم کارکنان په خپل موقف کلک ولاړ دي، وائي چي ترڅو وزير اعظم عمران خان استعفي نه وي ورکړي تر هغي به د دوي احتجاجونه جاري وي،
د جميعت علما اسلام آزادي مارچ پلان بي تحت ټول ملک کښې د احتجاجونو او دهرنو سلسله جاري ده، د جميعت کارکنانو د کوئټي چمن شاهراه ، شاهرائے قرارقرم او انډس هائي وے پشمول نوري اهم شاهراګاني وخت په وخت بنده وي ،
جے يو آئي کارکنانو د چکدري په مقام هم دهرنا ورکړي چي ورسره د ملاکنډ ډويژن برنۍ سيمو نه پيښور ، اسلام آباد ته ټريفک معطل دے،
مولانا فضل الرحمان خپل کارکنانو ته هدايت جاري کړي چي د ورځي به په اهم شاهراګانو دهرنا ورکوي او دشپي به واپس کور ونو ته ځۍ،
د باران او سختي يخنۍ باجود هم جے يو آئي کارکنان په خپل موقف کلک ولاړ دي، وائي چي ترڅو وزير اعظم عمران خان استعفي نه وي ورکړي تر هغي به د دوي احتجاجونه جاري وي