ټول ملک کښې به سباله يوم پاکستان نمانځلے کيږي

0
43

ټول ملک کښې به سباله يوم پاکستان نمانځلے کيږي،د تئيس مارچ مرکزي دستوره به پريډګراؤنډ اسلام آباد کښې کيږي،ملائشين وزيراعظم به د تقريب مهمان خصوصي وي،دې سلسله کښې د سيکورټي سخت انتظامات شوي،سبا له به پنډۍ اسلام آباد کښې موبائل فون سروس معطل وي،دواړه ښارونو کښې به د هيوي ټريفک داخله هم بنده وي
تئيس مارچ يعني يوم دفاع پاکستان به سبا له په ټول ملک کښې جوش و جذبې سره نمانځلے شي، دې سلسله کښې به د ملک په لويو او واړو ښارونو کښې د دستورو تابيه کيږي، د يوم پاکستان مرکزي تقريب به اسلام آباد پريډګراؤنډ کښې ترسره کيږي،د ملائشيا وزيراعظم ډاکټر مهاتيرمحمد به د تقريب خصوصي مېلمه وي
يوم پاکستان تقريب حوالې سره د سيکورټي سخت انتظامات شوي، پنډۍ او اسلام آباد کښې به د سحر نه تر ماسپښين پورې د موبائل فون سروس معطل وي، دې دوران به دواړه ښارونو ته د هيوي ټريفک داخله هم بنده وي، اسلام آباد او پنډۍ کښې د ګاډو لپاره خصوصي د ټريفک پلان هم جاري کړے شويدے،د يوم پاکستان حوالې سره آئي ايس پي آر خصوصي ملي نغمه هم جاري کړېده