ټول ملک کښې د حضرت محمد مصطفى ﷺ ولادت جوش او جذبې سره مانځلې کيږى

په ټول ملک کښې د آقائے دو جهان حضرت محمد مصطفى صلى الله عليه و اله وسلم د ولادت خوشحالې عقيدت و احترام او مذهبى جوش و جذبے سره مانځلې کيږى، د پاک فوج لطرفه د دولسم ربيع الاول ورځې آغاز د توپو سلامې سره کړې شوې، په جوماتونو کښې د سحر مونځ نه پس د ملک سلامتيه او خوشحالې لپاره خصوصي دعاګانې غوښتلې شوې

په ټول ملک کښې د خوږ نبي اخر الزمان حضرت محمد مصطفې صلې الله عليه واله وسلم د ولادت جشن مذهبي جوش او احترام سره لمانځلې کيږې، د سحر مونځ نه پس په جوماتونو کښې د ملک سلامتيه او خوشحالې لپاره خصوصي دعاګانې غوښتلې شويدي د پاک فوج لطرفه د دولسم ربيع الاول ورځې آغاز د توپو سلامې سره کړې شوېدې، سر ښار اسلام آباد کښې يو ديرش او څلور واړو صوبائې دارالحکومتونو کښې يويشت، يويشت توپو سلامي ورکړې شوېده د ملک ګوټ ګوټ کښې عاشق رسول صلې الله عليه واله وسلم لطرفه د نعت خوانې او محفلونو اهمتام کړې شوېدې، چې پکښې د حضور نبي کريم صلې الله عليه و اله وسلم سره د مينې اظهار کولې کيږې، په جلسونو کښې علمائے کرام د خوږ نبي په تعليماتو رنړه اچوي