ټول ملک کښې د وړوکې اختر دوئمه ورځ ډير په سادګۍ سره نمانځلي شي

ټول ملک کښې د وړوکې اختر دوئمه ورځ ډير په سادګۍ سره نمانځلي شي

ټول ملک کښې د وړوکې اختر نن دوئمه ورځ ده او نن هم کورنو کښې د اختر په مناسبت خوراکونه تيارولې شي، خپل خپلوانو له د اختر مبارکو سلسله هم جاري ده ولې د کورونا لوجې زياتره خلق خپلو کورونو پورې محدود دي او د ماشومانو د سيل سپاټو ځايونه او پارکونه هم بند دي
د کورونا وبا او کراچۍ کښې د پي آئي اے الوتکې غورځيدو پيښې لوجې څښکال وړوکي اختر ډير په سادګۍ سره نمانځلي شي
د اختر په وړومبې ورځ ټولو لويو واړو جوماتونو کښې د اختر اجتماعات شويدي چې پکښې چرته حکومتي احکاماتو باندې عمل درآمد شوي او چرته ايس او پيز نظر انداز کړي شوي وو
ماشومانو خو د خپلو مشرانو نه عيدي وصول کړې ولې د دوي د سيل سپاټو ټول ځايونه،پارکونه او ميلے په مکمله توګه بند دي
د اختر دوئمې ورځې په مناسبت هم په کورونو کښې سپيشل خوراکونه تيارولې شي او يو بل له د مبارکي ورکولو سلسله جاري ده ولې زياتره خلق کورونا وائرس نه د بچاؤ لپاره تر خپلو کورونو پورې محدود پاتي شوي
دي

blank