ټول ملک کښې يوم عاشوره عقيدت و احترام او مذهبې رواردري سره نمانځلې کيږي

ټول ملک کښې يوم عاشوره عقيدت و احترام او مذهبې رواردري سره نمانځلې کيږي

په ټول ملک کښې د يوم عاشوره لسم محرم الحرام نهايت عقيدت و احترام او مذهبې رواردري سره نمانځلې کيږي، ځائے په ځائے مجالس عزا منعقد کولې شې، ولې علم، تعزيے او ذوالجناح ماتمې جلوسونه ويستلې شي، د شهدائے کربلا عظيم قربانو ته سلام وړاندې کولې شي
د شهدائے کربلا عظيم قربانو ته سلام وړاندې کولو لپاره په ټول ملک کښې يوم عاشوره عقيدت و احترام سره نمانځلې کيږي، د ملک په لوئي واړو ښارونو کښې منعقد شوې مجالس عزا کښې علمائے کرام او ذاکرين فلسفه شهادت بيانه وې، او د حضرت امام حسين رضې او د هغه رفقا د دين اسلام سربلندې لپاره ورکړے عظيم قربانو ته د عقيدت پرژوانې وړاندي کولې شې
ځائے په ځائے مجالس عزا، علم و تعزيه او ذوالجناح جلوسونه برآمد کولې شې، چي په کښې لاکونو تعداد کښې عزاداران د ماتم دارې او نوحه خوانې کوې، د رسول لماصے، جګر ګوشه بتول حضرت امام حسين رضي او شهدائے کربلا ته د عقيدت پيرژوانې وړاندې کيږې، جلوسونه به خپلو خپلو لارو باندې تلو نه پس ماښام آستانو کښې اختتام پذير کيږي، چې له روستو به مجالس شام غريبا کولې شي
په دے موقع د سيکيورټي سخت ګامونه پورته کړے شويدي، د موټر سائيکل په ډبل سواري هم بنديز لګولې شويدے، او موبائل سروس هم بند کړے شوېدے