ټيم انګلينډ ټاس ګټلے او د وړومبي بيټنګ فيصله ئې کړې

مانچسټر کښې د آئي سي سي کرکټ ورلډ کپ په څليرشتم ميچ کښې کوربه ټيم انګلينډ ټاس ګټلے او د وړومبي بيټنګ فيصله ئې کړې، دا وخت ئې د افغانستان کرکټ ټيم خلاف بيټنګ جاري دے
کوربه ټيم انګلينډ ننني ميچ لپاره دوه چينجز کړېدي،معين علي او وينسے دوباره ټيم کښې شامل کړے شويدي،هم دغه د افغانستان په ټيم کښې درې چينجز شوي،نجيب الله زدران، مجيب الرحمان او دولت زدران په ټيم کښې شامل کړے شويدي، انګلينډ او افغانستان دواړو په ميګا ايونټ کښې تردې دمه څلور ميچونه لوبولي، انګلينډ په څلور ميچونو کښې درې ګټلي او يو ئې بائيللے دے او د شپږ پوائنټو سره په پوائنټس ټيبل باندې په څلورم نمبر موجود دے، ولې افغانستان څلور ميچونه کړي او په څلور واړه کښې د ناکامۍ سره مخ شويدے او د صفر پوائنټس سره د ټيبل په آخري يعني په لسم نمبر موجود دے