ټي آئي به په سند کښي اپوزيشن مضبوط کردار لوبه وي

0
8

کراچۍ کښې پي ټي آئي او جي ډي اے مشترکه خبري غونډه کړے چې پکښي پير پګارا ويلي چې په هر سه کښې به دپي ټي آئي مرسته کوؤبلخوا شاه محمودقريشي ويلي چې پي ټي آئي به په سند کښي اپوزيشن مضبوط کردار لوبه وي
کراچۍ کښې پي ټي آئي وفد دشاه محمود قريشي په مشرۍ کښې دجي ډي اے مشر پير پګارا سره ليدکتل کړي ملاقات روستو دواړو مشرانوخبري غونډه کړے، خبري غونډے په وخت دجي ډي اے مشر پير پګارا ويلي چې په هر سه کښې به دپي ټي آئي مرسته کوؤ ولې موجوده وخت کښې پي ټي آئي ته مطالبے ايښودل غير مناسب دي
خبري غونډے په وخت شاه محمود قريشي ويلي چې وزير اعظم، اسپيکر او ډپټي اسپيکر دحمايت لپاره پير صيب خواله راغلي يو
هغوي ويلي چې پي ټي آئي باندے دسند صوبے خلقو بهروسه کړے او ووټ يي ورکړے دے نو پي ټي آئي به هم په سند کښې داپوزيشن مضبوط کردارلوبه وي
شاه محمود قريشي ويلي چې بلوچستان او په خيبر پختونخوا کښې به داتحاديانو سره په شريکه حکومت جوړوؤ
خپلو خبرو کښې شاه محمود قريشي په منډيټ ورکولو دکرچۍ خلقو شکريه هم ادا کړے ده