ټي ټوينټي ورلډ کپ فائنل ميچ کښې انګلينډ په پنځه وکټو پاکستاني ټيم ته ماتې ورکړې

ټي ټوينټي ورلډ کپ فائنل ميچ کښې انګلينډ په پنځه وکټو پاکستاني ټيم ته ماتې ورکړې او په دوئم ځل ئې ټي ټوينټي ورلډ کپ ګټلې دې،د پاکستان يوسل اته ديرش رنز هدف انګلينډ نورلس اوورونو کښې پنځه وکټو په زيان پورا کړېدې،انګلينډ طرف نه بين سټوکس دوه پنځوس رنز جوړ کړې او ناټ آؤټ پاتې شويدې، شاندار باؤلنګ باندې د انګلينډ باؤلر سيم کرن د فائنل ميچ او ټورنامنټ بهترين لوبغاړې ګرځولې شويدې
د آسټريليا ميلبرن ګراؤنډ کښې لوبيدلې د ټي ټوينټي ورلډ کپ دوه زره دوه ويشتم فائنل ميچ کښې انګلينډ ټاس ګټلې وو او پاکستان ته ئې د بيټنګ بلنه ورکړې وه پاکستاني ټيم مقرره شل اوورونو کښې اته وکټو په زيان يو سل اووه ديرش رنز جوړ کړې وو پاکستان طرف نه شان مسعود ټولو نه زيات اته ديرش، کپتان بابراعظم دوه ديرش،شاداب خان شل، محمد رضوان پنځلس،محمد حارث اته، محمد نواز ،شاهين شاه آفريدي پنځه، پنځه، محمد وسيم څلور، حارث روؤف يو او افتخار احمد په صفر آؤټ شوې وو انګلينډ طرف نه سيم کرن درې، عادل رشيد، کرس جارډن دوه، دوه او بين سټوکس يو وکټ په خپل نوم کړې وه د يو سل اته ديرش رنز هدف انګلينډ ټيم نورلس اوورونو کښې پنځه وکټو په زيان پورا کړې او ورلډ ټي ټوينټي کپ ئې په دوئم ځل په خپل نوم کړېدې انګلينډ طرف نه بين سټوکس شاندار دوه پنځوس رنز باندې ناټ آؤټ پاتې شوې، جوز بټلرشپږ ويشت،هيري بروک شل، معين علي نورلس او فِل سالټ لس رنز جوړکړيدي پاکستان طرف نه حارث رؤف دوه، شاهين شاه آفريدي،شاداب خان او محمد وسيم يو، يو وکټ په خپل نوم کړېده ميچ کښې درې وکټې او ټورنامنټ کښې ديارلس وکټې اخستو باندې د انګلينډ باؤلرسيم کرن بهترين لوبغاړې ګرځولې شويدې ياده دې وي چې پاکستان د ورلډ ټي ټوينټي کپ سيمي فائنل کښې نيوزي لينډ ته او انګلينډ په لس وکټو بهارت ته شکست ورکړي وو