پارک لين او توشه خانه کيسونو کښې د زرداري د عبوري ضمانت درخواستونه واپس اخستي دي

0
16

پارک لين او توشه خانه کيسونو کښې د زرداري د عبوري ضمانت درخواستونه واپس اخستي دي
پارک لين او توشه خانه کيسونو کښې د زرداري د عبوري ضمانت درخواستونه واپس اخستي دي،پخوانې صدر دا ټولې مقدمي جعلي ګرځولي او وئيلي ئې دي چې د قرضه اخستو په حواله د هغه خلاف هيڅ قسمه ثبوت نه دي ملاؤ شوے
جسټس عامر فاروق او جسټس محسن اختر کياني باندې مشتمل د اسلام آباد هائي کورټ دوه کسيزه بنچ پارک لين او توشه خانه مقدمو کښې د آصف علي زرداري د عبوري ضمانتونو کيس سماعت کړېدے
سماعت دوران آصف علي زرداري عدالت ته حاضر شوي او خپل بيان ئې ورکړېدے
د آصف علي زرداري وينا وه چې هغه هيڅ قسمه قرضه نه ده اخستې او نه په دې حواله تفتيشي ټيم څه قسمه ثبوت ترلاسه کړېدے
د هغه وينا وه چې دا حقيقت دے چې ما کمپني جوړه کړې ده کومه چې زما حق دے ولې قرضه مې نه ده اخستے او دا چې زما خلاف ټولې مقدمې بے بنياده دي
په دې موقع آصف علي زرداري دې مقدمو کښې د خپل عبوري ضمانتونو په حواله دائر کړي شوي درخواستونه واپس واخستل