پاکستان،افغانستان او چين ترمينځه سه فريقي مذاکرات کابل کښې روان دي

0
96
پاکستان،افغانستان او چين ترمينځه سه فريقي مذاکرات کابل کښې روان دي

د پاکستان،افغانستان او چين ترمينځه سه فريقي مذاکرات کابل کښې روان دي چې مقصد ئې افغان مفاهمتي عمل لپاره شريک تګ لاره ټاکل دي، اجلاس ته وينا په وخت خارجه وزير شاه محمود قريشي وئيلي دي چې ترهه ګرۍ خاتمې لپاره د سيمې هيوادونو ترمينځه انټلي جنس رابطے سيوا کول ضروري دي،دا ئې هم وئيلي دي چې د پولو ښه نظام د پاکستان او افغانستان په ګټه کښې دے
د درې واړو ملکونو د خارجه وزيرانو د مذاکراتو دا دوئم دور دے، د سه فريقي مذاکراتو مقصد ترهه ګرې خاتمے او د سيمې استحکام او تجارت لپاره مشترکه تګ لاره ټاکل دي
د اجلاس افتتاحي غونډې ته وينا په وخت د افغانستان خارجه وزير صلاح الدين رباني وئيلي دي چي دهشت ګردي مشترکه مسئله ده بايد چې مخ نيوي لپاره ئې په ګډه کار اوکړې شي
د هغه وينا وه چې پاکستان سره د مذهب او ثقافت مضبوط رشته قائم ده او دا تعلقات نور هم ښه کولو خواهش لرو
اجلاس ته د وينا په وخت خارجه وزير شاه محمود قريشي ووئيل چې پاکستان د ترهه ګرې د خاتمي عزم لري
د هغه وينا وه افغانستان تير څلويښت کالو راهسې د بدامنې ښکار دے چې لوجې ئې پاکستان ته هم لوئې زيان رسيدلے دے
شاه محمود قريشي افغان طالبانو سره د افغان دولت د غير مشروط مذاکراتو هرکلي کړے او وئيلي ئې دي چي د ترهه ګرۍ د ناسور د خاتمې لپاره د سيمې ملکونو ترمينځه تعاون او انټلي جنس رابطے سيوا کول ضروري دي