پاکستانى سفير زاهدنصرالله د افغان خارجه وزير سره ملاقات کړې

0
12
پاکستانى سفير زاهدنصرالله د افغان خارجه وزير سره ملاقات کړې

افغانستان لپاره د پاکستان سفير زاهدنصرالله د افغانستان خارجه وزير ملاقات کړې او ورسره ئې جلال آباد کښې د پاکستان قونصلګرۍ بنديدو په معامله خبرې کړې دى،ملاقات دوران افغان وزير باور ورکړې چې دا معامله به ډير زر هواره کړې شى
د افغانستان په جلال آباد ښار کښې د پاکستان قونصلګرۍ بنديدو په معامله کابل کښې د پاکستان سفير زاهدنصرالله د افغانستان خارجه وزير صلاح الدين ربانى سره ليده کاته کړى دى
ملاقات دوران پاکستانى سفير جلال آباد قونصلګرۍ د بنديدو په معامله د پاکستان تشويش نه افغان خارجه وزير خبر کړېدے
صلاح الدين ربانى په دې موقع وئيلى دى چې کابل حکومت د پاکستان قونصلګرۍ د بنديدو د معاملې جائزه اخلى
دغه رنګ افغان خارجه وزير باور ورکړېدے چې دا معامله به ډيره زر هواره کړې شى
ياده دې وى چې د سيکيورټى خدشاتو له وجې پاکستان دوه ورځې مخکښې په جلال آباد کښې خپله قونصلګرۍ بنده کړې وه او خارجه وزارت وئيلى دى چې تر څو افغان دولت د دې قونصلګرۍ سيکيورټى نه وى يقينى کړې تر هغې به دا بنده وى