پاکستاني طالب علم اسامه احمد چا وژلې نه دي بلکې خودکشې ئي کړي

0
111
پاکستان د مذهبي آزادو په حواله د امريکې رپورټ مسترد کړې

چين کښې د پاکستاني طالب علم وژنې حوالې سره خارجه دفتر وئيلي دي چي اسامه احمد خودکشي کړيده،د هغې مړې بيجنګ کښې پاکستاني سفارتخانې ته منتقل کړې شويدي او نن د شپې به پاکستان ته راوړې شي،ترجمان دفتر خارجه اپيل کړې چي په سوشل ميډيا دې د دروغ او بے بنياده خبرونه خورولو نه ډډه اوکړې شي
چين کښې د پاکستاني طالب علم وژنې حوالې سره خارجه دفتر ترجمان ډاکټر فيصل بيان جاري کړيدې،بيان کښې وئيلي شويدي چي چين کښې پاکستاني طالب علم اسامه احمد چا وژلې نه دي بلکې هغه خودکشې کړيده
ترجمان دفتر خارجه وائي چي چين کښې د پاکستانې سفارتخانې چارواکې د چين حکامو سره په رابطه کښې دي،د اسامې مړې بيجنګ کښې پاکستاني سفارتخاني ته منتقل کړې شوي او نن د شپې به پاکستان ته راوړې شي
خارجه دفتر ترجمان خپل بيان کښې زياته کړيده چي چين کښې د اسامه په تشدد د وژنې ټول خبرونه دروغ دي او دا چي په دې اړه په سوشل ميډيا دې د غلط خبرونو خورولو نه ډډه اوکړې شي