پاکستانې وګړې ماجد خان شل کاله پس د ګوانتانامو بے جيل نه رها کړې شوي

پاکستانې وګړې ماجد خان شل کاله پس د ګوانتانامو بے جيل نه رها کړې شوي

پاکستانې وګړې ماجد خان شل کاله پس د ګوانتانامو بے جيل نه رها کړې شويدې، خوشې کيدو نه پس ماجد خان وئيلي چې چې کوم کارونه مې تير وخت کښې کړي په هغې پښيمانه يم ،کوشش به کوم چې راتلونکي وخت کښې بيا د چا په وينا هيڅ کار اونکړم ،شل کاله کښې ډير زيات بدل شوې يم

بهر ملکي خبري ادارو مطابق د کيوبا بدنام زمانه ګوانتاناموبے جيل نه پاکستانې وګړې ماجد خان شل کاله قيد تيرولونه پس رها شوې او هغه امريکائي رياست بيليز ته منتقل کړې شويدې خبري ادارو مطابق ماجد خان سعودي عرب کښې پيدا شوې وو او وړوکوالې ئې پاکستان کښې تير کړې وو،د شپاړس کالو په عمر کښې بيا امريکې ته تلې وو ماجد خان باندې د يو ترهه ګر تنظيم مالي مرستې کولو او د اسلام آباد ميرټ هوټل بمي چاودنې کښې مرستې کولو الزام لګولې شوې وو ماجد خان دوه زره دريم کښې کراچۍ کښې نيولې شوې وو او بيا سي آئي اے ته سپارلې شوې وو،ماجد خان دوه زره شپږم کښې ګونتاناموبے جيل ته منتقل کړې شوې وو وئيلي کيږي چې بدنامِ زمانه ګوانتاناموبے جيل کښې اوس هم څلور ديرش قيديان موجود دي، چې پکښې شل قيديانو ته نورو ځايونو ته منتقل کولو اجازت ميلاؤ شويدې