پاکستان افغانستان کښې د امن او استحکام مرستيال دے :نوازشريف

0
33
وزيراعظم ميا نوازشريف وئيلي دي چې پاکستان افغانستان کښې د امن او استحکام مرستيال دے او امريکې سره معاشي اړيکو پشمول  په  نورو څانګو کښې هم د همکارۍ خواهش لري 
 وزيراعظم هاوس نه جاري شوي بيان کښې وئيلي شويدي چي وزيراعظم ميا نوازشريف سره د امريکي سفير ډيوډ هيل  اسلام آباد کښې   ملاقات کړيدے 
ملاقات  پرمهال  د وزيراعظم خصوصې مرستيال طارق فاطمي  هم موجود وو
ملاقات کښې د امريکې سفير ډېوډ هيل او وزيراعظم نوازشريف د پاک امريکې تعلقاتو او باهمي دلچسپۍ په نورو چارو خبرې اترې کړيدي 
 پر دے موقع وزيراعظم نوازشريف په دې خبره زور راوړو چې پاکستان  افغانستان  کښې امن غواړي  ولې چې د پاکستان  او افغانستان امن يو بل سره تړلے دے 
هغوي اوئيل چي  محفوظ او مستحکم افغانستان د  پاکستان پشمول د منطقې په مفادو کښې دے
وزيراعظم نوازشريف دا هم ووئيل چې روانه مياشت کښې په نيوکليئر کانفرنس کښې به د امريکائي صدر سره د ملاقات ښه نتيجې رابرسېره شي  او باراک اوبامه  سره به په خپل مينځي چارو  او نورو معاملو  خبري کوي 
ډېوډهيل هم د وزيراعظم د دې  ګام  ستائنه وکړه او وې ووئيل چې څلور ملکي کوارډينشن غونډې لخوا پورته کړے شوي ګامونه به  افغانستان کښې امن  په ځائے کولو کښې مرستيال وي