پاکستان او افغانستان ترمينځه تجارتي هلو ځلو لپاره غلام خان بارډر کهلاؤ شوېدے

پاکستان او افغانستان ترمينځه تجارتي هلو ځلو لپاره غلام خان بارډر کهلاؤ شوېدے

پاکستان او افغانستان ترمينځه تجارتي هلو ځلو لپاره غلام خان کراسنګ پوائنټ د نن نه، کهلاؤ شوېدے،بارډر به د هفتے شپږ ورځې د ګاډو تګ راتګ لپاره کهلاؤ وي ولې د خالي ورځ د پيدل خلقو د تلو راتلو لپاره مختص کړي شويده
د خارجه دفتر ترجمان بيان ترمخه د افغان حکومت، په درخواست پاکستان د نن نه غلام خان کراسنګ پوائنټ يو وارې بيا د تجارتي هلو ځلو لپاره کهلاؤ کړېدے
بيان ترمخه دوه اړخيزه تجارت ته وده ورکولو په غرض طورخم او چمن بارډر د مخکښې نه کهلاؤ کړي شويدي
بيان کښې زياته کړي شويده چې غلام خان کراسنګ پوائنټ باندې به د خالي په ورځ د دواړو ملکونو عوام پياده تګ راتګ کولې شي او د هفتې باقي شپږ ورځو لپاره به د ګاډو تګ راتګ لپاره دا لار کهلاؤ وي
دغه رنګ د کورونا وائرس د مخ نيوي لپاره په کراسنګ پوائنټ خصوصي انتظامات هم شويدي

blank