پاکستان او افغانستان ترمينځه تجارت لپاره خرلاچي او انګور اډه کراسنګ پوائنټونه په دولسم جولائۍ کهلاؤيږي

د وزیراعظم عمران خان کوارډینيټر احمد خان نیازي د پاک افغان پوله انګور اډه دوره کړی

افغانستان لپاره د پاکستان خصوصي استازي محمد صادق وئيلي دي چې پاکستان او افغانستان ترمينځه تجارتي شعبې ته وده ورکولو لپاره خرلاچي او انګور اډه کراسنګ پوائنټونه د روانې مياشتې په دولسمه نيټه به بيا کهلاؤلې شي
په ټوئټر ورکړي شوي بيان کښې محمد صادق وئيلي دي چې طورخم، غلام خان او چمن کښې پاک افغان پوله هفته کښې شپږ ورځې د ګاډو تګ راتګ لپاره څليريشت ګهنټې کهلاؤ وي ولې د خالي په ورځ په دې
لارو د دواړو ملکونو اولس ته پياده تګ راتګ اجازت ورکړي شوېدے
بيان ترمخه پاکستان حکومت د روانې مياشتې په دولسمه نيټه انګوراډه او خرلاچي کراسنګ پوائنټونه بيا د کهلاؤلو لپاره تيار دے چې مقصد ئې افغانستان سره تجارت ته وده ورکول دي
بيان کښې محمد صادق زياته کړيده چې پاکستان ته د افغانستان له طرفه د مختلف څيزونو برآمد هم جاري دے