پاکستان او افغانستان ترمينځه تجارت په عرض خرلاچي کراسنګ پوائنټ کهلاؤ کړے شوے

پاکستان او افغانستان ترمينځه تجارت په عرض خرلاچي کراسنګ پوائنټ کهلاؤ کړے شوے

افغانستان لپاره د پاکستان خصوصي استازي محمد صادق وئيلي دي چې پاکستان او افغانستان ترمينځه تجارت ته وده ورکولو په عرض خرلاچي کراسنګ پوائنټ د ګاډو تګ راتګ لپاره کهلاؤ دے،دې نه مخکښې انګور اډه بارډر هم دوه اړخيزه تجارت لپاره کهلاؤ کړي شوي وو
په ټوئټر ورکړي شوي بيان کښې محمدصادق وئيلي دي چې خرلاچي کښې پاک افغان پوله د ګاډو د تګ راتګ لپاره کهلاؤ ده
بيان کښې وئيلي شويدي چې کورونا وبا لوجې د پاکستان او افغانستان ترمينځه تجارتي هلو ځلو کښې سستي راغلي ده ولې بيا هم د پولې يو خوا بلخوا اقتصادي سرګرمۍ سيوا کولو لپاره مونږ کاميابۍ سره مخ په وړاندې روان يو
دې نه مخکښې انګور اډه کښې هم پاک افغان کراسنګ پوائنټ د دواړو ملکونو ترمينځه تجارت لپاره کهلاؤ کړې شويدے ولې په دې لارو د خالي په ورځ د دواړو ملکونو عوام پياده تګ راتګ کولې شي