پاکستان او افغانستان خوشحالي د يو بل سره تړلې دي،ډاکټرعبدالله عبدالله

پاکستان او افغانستان خوشحالي د يو بل سره تړلې دي،ډاکټرعبدالله عبدالله

انسټي ټيوټ آف سټريټجک سټيډيز اسلام آباد کښې تقريب ته د افغان مفاهمتي کونسل چيئرمين ډاکټرعبدالله عبدالله خطاب کړے، ډاکټرصيب وائي چې د پاکستان او افغانستان خوشحالي د يو بل سره تړلې ده، د امن قيام د دواړو ملکونو لپاره اهم دے.ډاکټرعبدالله وئيلي دي چې افغانستان کښې د امن عمل آغاز زمونږ يوه لويه کاميابي ده، افغانستان او طالبانو ترمينځه مذاکرات ډېره اهمه موقع ده، د افغان امن عمل منطقي انجام ته رسولو لپاره مونږ د پاکستان د کوششونو شکريه ادا کوو، ډاکټرعبدالله عبدالله وئيلي دي چې د پاکستان دورې مقصد د دواړو ملکونو ترمينځه د نوي مذاکراتي دور آغاز دے، غواړم چې د پاکستان او افغانستان ترمينځه بهترين تعلقات قائم شي، ډاکټرعبدالله وئيلي دي چې مونږ له په تجارت ، کاروبار او عوامي رابطو په فروغ کښې مخکښې تلل پکار دي ، د معيشت بهترۍ لپاره د دواړو ملکونو ترمينځه آزادانه تجارت ته وده ورکول هم ضروري دي