پاکستان او افغانستان دواړه د پاک افغان علما کونسل په جوړولو باندې متفق شويدى

پاکستان او افغانستان دواړه د پاک افغان علما کونسل په جوړولو باندې متفق شويدى، ذرائعې وائي چې علماکونسل به په دېرش ارکانو باندې مشتمل وي، کونسل ته به د رابطه عالم اسلامي هم بهرپور مرسته ترلاسه وي، په دويمه مرحله کښې به د کونسل مؤثره جوړولو او د علماؤ د انتخاب عمل مکمل کړے شي

ذرائعې وائي چې د پاک افغان علما کونسل جوړولو باندې اتفاق څۀ ورځې وړاندې په سعودي عرب کښې شوي کانفرنس دوران شويدے، پاک افغان علماکونسل کښې به په مجموعي توګه دېرش ارکان وي، ذرائعې وائي چې د کونسل بااثره جوړولو او د ارکانو د انتخاب عمل به په دويمه مرحله کښې مکمل کړے شي، ذرائعې وائي چې علماکونسل ته به د رابطه عالم اسلامي بهرپور مرسته ترلاسه وي، کونسل به د دواړو ملکونو مشترکات د اولس مخې ته راوړي، د امن لپاره چې کوم څيزونه ضروري وي، علماکونسل به په هغې باندې کار کوي