پاکستان او امريکې ترمينځه تاريخى تعلقات دى ، اسد مجيد

امريکې لپاره پاکستاني سفير اسدمجيد وئيلي دي چې د پاکستان او امريکې ترمينځ تاريخي تعلقات قائم دي بايد چې دې اړيکو ته د نورو ملکونو په تناظر کښې ونه کتلي شي،اسد مجيد وينا ترمخه پاکستان في الحال د طالبانو حکومت نه دي تسليم کړے ګورو چې افغانستان کښې جوړ شوي نوې حکومت د نړي والۍ ورورولۍ توقعات تر کومې پورا کوي

امريکني ورځپاڼۍ واشنګټن ډپلوميټ ته ورکړي شوي خپله مرکه کښې پاکستاني سفير وئيلي دي چې د افغانستان په حواله د پاکستان او امريکې موقف يو شان دے دواړه ملکونه پرامن او مستحکم افغانستان غواړي د هغه وينا وه چې پاکستان غواړي چې د افغانستان خاوره د هيڅ ملک خلاف استعمال نه شي او دغې ملک کښې دې د بشري او زنانؤ حقونو احترام وي د يوې پوښتنې په جواب کښې اسدمجيد ووئيل چې د ترهه ګرۍ خلاف جنګ پاکستان هم زيان من کړېدے زمونږ اتيا زره کسان شهيدان شوي او د يونيم سل بلين ډالرو نه سيوا نقصان شوېدے پاکستان سره مستقبل کښې تعلقاتو په حواله د امريکې د خارجه وزير بيان په رد عمل کښې پاکستاني سفير ووئيلي دي چې د پاکستان او امريکې تعلقاتو ته د نورو ملکونو په تناظر کښې کتل نه دي پکار