پاکستان او ايران نه پس د طالبانو او ترکمانستان بارډر فورسز ترمينځه هم انښته شوې ده

پاکستان او ايران نه پس د طالبانو او ترکمانستان بارډر فورسز ترمينځه هم انښته شوې ده،دغه انښته د جوز جان ولايت په خماب اولسوالۍ کښې مخې ته راغلې ده،د جوز جان ولايت چارواکي وائي چي انښته کښې طالبانو ته مرګ ژوبله نه ده اوړيدلې
تيره ورځ د افغانستان جوز جان ولايت په خماب اولسوالې د طالبان او ترکمانستان بارډر فورسز ترمينځه انښته شوې ده،د صوبائي محکمه اطلاعات چارواکي هلال بلخي وائي چي انښته کښي طالبانو ته مرګ ژوبه نه ده اوړيدلې،افغان ميډيا وائي چي څو ورځې وړاندې ترکمان فورسز يو افغان شهري وژلې وو او يو باندې ئي تشدد کړې وو،طالبان دغې پيښې تحقيقاتو او سيکيورټي جائزه اخستو لپاره د بارډر دوره کوله چې ترکمان فورسز پرې ډزې اوکړې،طالبانو هم جوابۍ فائرنګ کړې دې،ځينې سرچينې وائي چې ډوز کښې ترکمان فورسز ته ځاني زيان رسيدلې دې خو تراوسه پورې افغان او ترکمانستان حکومت د ځاني زيان تصديق نه دې کړې دې نه وړاندې افغان فورسز ايران او پاکستان فورسز سره هم انښتې شوې وې