پاکستان او بهارت دي د مذاکراتو لار خپله کړې، ناروے وزيراعظمه

0
38
پاکستان او بهارت دي د مذاکراتو لار خپله کړې، ناروے وزيراعظمه

د ناروے وزيراعظمي ارنا سولبرګ وئيلي چي د کشمير مسئلي هيڅ پوځي حل نشته،لهذا پاکستان او بهارت دي خپل مينځي تاؤ تريخوالي ختم کړي او د مذاکراتو لار دي خپله کړي،هغي ووئيل که چري دواړه ملکونو د مذاکراتو لار اختيار کړه نوناروے به ضرور د ثالثي کردار تر سره کوي
دا خبري هغي لس کاله پس د بهارت سرکاري دوري په مهال ميډيا سره خبرو په وخت کړيدي
د ناروے وزيراعطمي وينا وه چي هڅي خو د کشمير مسئلي حوارولو لړ کښې په منطقه کښې موجودملکونه زيات ښه کردار لوبولي شي ولي که چري پاکستان او بهارت خپل مينځ کښې مذاکراتو ته کيني نو ناروے په دي حواله ثالثي کردار ادا کولو ته تيار دے
ارنا سولبرګ اووئيل چي پاکستان او هندوستان دواړه لوئي ملکونه دي که چري دوي اوغواړي نو د نورو ملکونودمرستي نه بغير خپل مينځي تاؤ تريخوالي ختمولي شي
هغي زياته کړي چي دواړه ملکونو دي پوځي اخراجاتو کښې کمي راولي او دغه پيسه دي په تعليم او صحت خرچ کړي
واضحه دي وي چي ناروے د تيرو څو کالو راهسي يو شمير نړيوال مسئلو باندي د ثالثي کردار تر سره کوي کوم کښې چي د فلسطين او سري لنکا کښې جاري تنازعات هم شامل دي