پاکستان او بهارت کرتار پور راهدارۍ دپاره د سړک پشمول په نورو تيکنيکي چارو اتفاق کړي

0
26
کرتار پور راهدارۍ باندي د پاکستان او بهارت ترمنځه مذاکرات جاري

د پاکستان او بهارت تيکنيکي ماهرينو کرتار پور راهدارۍ دپاره د سړک د اوچتولي پشمول په نورو تيکنيکي چارو اتفاق کړي، زيرو پوائنټ باندي د دواړو ملکونو تيکنيکي ماهريونو ترمينځه مذاکرات د دري ګينټو پوري جاري وو چې پکښې د راهدارۍ منصوبے په مختلفو اړخونو د خيالونو بدلون شويدي
د کرتار پور راهدرۍ منصوبے په حواله د پاکستان او بهارت د تيکنيکي ماهرينو ترمينځه مذاکرات په زيرو پوائنټ اوشول کوم چې تر دري ګينټو پوري جاري وو ، د مذاکراتو دوران د راهدارۍ منصوبے په تينکنيکي چارو د خيالونو بدلون او شو او د دواړو اړخونو لخوا د سړک د اوچتوالي ، ډيزائن پشمول په نورو معاملو اتفاق اوکړې شو
د تيکنيکي ماهرينو سروے رپورټس ورستو به په کراسنګ پوائنټس اتفاق رائے کولې شي او د پاک بهارت کرتارپور راهدارۍ په حواله د مذاکراتو بل دور به په دوئم اپريل واهګه کښې کيږې
ترجمان دفتر خارجه ډاکټر محمد فيصل وائي چې د کرتار پور راهدارۍ پرانستلو فيصله د جنوبي ايشيا په تاريخ کښې د سنګ ميل حيثيت لري ، هيله ده چې دغه منصوبه به زر تر زر مکمل شي