پاکستان او سرى لنکا ترمينځه د وړومبنى ټيسټ ميچ دوئمه ورځ هم د باران لوجې متاثر شوې

پاکستان او سري لنکا ترمينځه د پنډي ټيسټ دريمې ورځې لوبه د تاخير ښکار ده

پاکستان او سرى لنکا ترمينځه د وړومبنى ټيسټ ميچ دوئمه ورځ هم د باران او کمې رڼا لوجې متاثر شوې ، په دوئمه ورځ صرف د اتلس اوورونو لوبه اوشوه ،سرى لنکن ټيم د شپږ لوبغاړو په زيان دوه سوه درې شپيته رنزونه جوړ کړى دى
پنډۍ کرکټ سټيډيم کښې روان د دوه ميچونو سيريز وړومبې ټيسټ دوئمه ورځ هم د باران او کمې رڼا ښکار شوې
ميچ کښې وقفې وقفې سره باران لوجې صرف د اتلس اوورونو لوبه اوشوه
سرى لنکن ټيم خپل ټوټل سکور کښې يو شپيته رنزونه اضافه اوکړه او د دوئمې ورځې لوبه ختميدو پورې ئې د شپږ لوبغاړو په زيان دوه سوه درې شپيته رنزونه جوړ کړى وو
سرى لنکا طرف نه دننجايه ډى سلوه په دوه اوويا رنزونو سره په کريس موجود دې
پاکستان لخوا صرف شاهين شاه په دوئمه ورځ وکټ اخستو کښې کامياب شوې